CRI Online

د امريکا د هوايي بريد له امله د سومالي د الشباب ډلې ۴ غړي وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 10:01:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په افريقا کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ د نومبر په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا ځواکونو د روانې مياشتې په ۳مه نېټه په سومالي کې د الشباب ډلې پر پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې د يادې ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا هوايي بريدونه د سومالي حکومت تر همغږۍ لاندې تر سره شوي او د هدف ساحه يې د دې هېواد په جنوب کې وه.په يادو هوايي بريدونو کې عامو وګړو ته هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای