د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۵ مه نېټه وویل چې ورخلاصون د اوسني چین یوه واضحه نښه ګرځېدلې ده.
شي جین پینګ وویل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون پالیسۍ د پلی کولو له ۴۰ کالونو راهیسې چین پر دې ټینګار کړی چې د دروازې په پرانیستلو سره کورنۍ ابادي ترسره کوي چې د بند او نیم بند له حالاتو څخه په هراړخیز ورخلاصون بدل شوی دی. چین د ورخلاصون په پراخولو سره د خپل انکشاف په ترڅ کې نړۍ ته هم ګټې رسولې دي. چین به د ورخلاصون د لوړولو، د نړۍ ورخلاصي اقتصاد د ابادۍ او د بشر د ګډ برخلیک د ټولنې د جوړولو په دریو برخو کې خپل ګامونو پورته کولو ته ادامه ورکړي.
هغه همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې چین به د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتیژۍ ته دوام ورکړي. چین همیشه د نړۍ د ګډ ورخلاصون هڅوونکی، د نړۍ د اقتصادي پرمختګ متحرکه قوه ، د بیلابیلو هېوادونو د سوداګریزو فرصتونو لوی بازار او د نړۍ د ادارې د اصلاحاتو مثبت خدمت کوونکی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |