CRI Online

شي جين پينګ :چين د اقتصاد د دايمي سالم او ثابت پرمختګ لپاره ښه شرايط لري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:29:59

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې وويل چې د نورو عمده اقتصادي ټولنو په پرتله د چين اقتصاد لاهم په نړۍ کې مخکښ مقام لري او هم د اقتصاد د دايمي سالم او ثابت پرمختګ لپاره ښه شرايط لري.

د ده په اند د چين د اقتصادي پرمختګ سالم او ثابت بنسټ ، د لوړ کيفيت پرمختګ د ملاتړ لپاره توليدي شرايط او د اوږدې مودې لپاره د ښه والي عمومي حالات نه دي بدل شوي، د هېواد د عمومي کنټرول توان په دوامداره توګه لوړ شوی او په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.خو د چين اقتصادي پرمختګ لاهم له يو شمېر ننګونو سره مخامخ دی.هغه په دې اند دی چې د چين اقتصاد سمندر دی، نه يو کوچنی ډنډ . باد او باران نه شي کولای د سمندر څپې راوړاندې او څپڅپانده کړي، د چين اقتصاد به حتماً د لوړ کيفيت پرمختګ لارې ته ننوځي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای