CRI Online

د اټکل له مخې،چين به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې له نړۍ څخه د ۴۰ زرو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات او خدمات وارد کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:33:53

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې وويل چې د اټکل له مخې به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې چين ته د توليداتو او خدماتو وارداتي ارزښت په جلا جلا توګه له ۳۰ زرو او ۱۰ زرو مليارډو امريکايي ډالرو څخه واوړي.چين به د وارداتو پټ توان د هڅونې، د نړۍ د لومړۍ کچې سوداګريز چاپيريال او د ورخلاصون د نويو ډګرونو د جوړولو او د څو اړخيزو او دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا په برخو کې کوښښ وکړي ترڅو د چين د ورخلاصون کارونه پياوړي شي.

شي جين پينګ وويل چې چين غواړي د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو موافقه ليک ژر تر ژره لاسليک شي او د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې موافقه ليک او د چين،جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې په اړه د خبرو اترو بهير چټک شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای