CRI Online

لوکاشينکو:که امريکا په پولنډ کې پوځي اډه جوړه کړي،بلاروس او روسيه به متقابل تدبيرونه ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:36:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بلاروس ولسمشر لوکاشينکو د نومبر په څلورمه نېټه وويل چې که امريکا په پولنډ کې پوځي اډه جوړه کړي،بلاروس او روسيه به متقابل تدبيرونه ونيسي.

لوکاشينکو په همدې ورځ د بلاروس د ويټسکايا ايالت له السزا سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې بلاروس له پولنډ سره د جګړې نيت نه لري ، نو دا لازمه نه ده چې پولنډ ياده پوځي اډه جوړه کړي.خو که پولنډ د دې اډې جوړونې ته ادامه ور کړي ، بلاروس او روسيه به متقابل تدبيرونه ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای