CRI Online

شي جين پينګ د بېلا بېلو هېوادونو د ورخلاصون او همکارۍ د پرمخبيولو لپاره درې فقره ييز وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:45:04

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د ورخلاصون پاليسۍ پر دوام ټينګار وکړي ، د ګډو ګټو پربنسټ همکاريزې ساحې زياتې کړي،په ګړندي توګه د نوښت تر لارښوونې لاندې له زوړ خوځنده ځواک څخه يې پر نوي ځوځنده ځواک بدل کړي او د ګډو ګټو پربنسټ ګډ پرمختګ ومومي.

هغه وويل چې بېلا بېل هېوادونه بايدپه څرګنده توګه له سوداګرۍ ساتونکو غوښتونکو او يو اړخيزم سره مخالفت وکړي او څو يا دوه اړخيزه خلاصه سويه دې لوړه کړي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي اړيکې لاټينګې شي او خلاص نړيوال اقتصاد اباد شي.د دې ترڅنګ مختلف هېوادونه بايد د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې کړي، اړوندې منفي اغيزې دې کمې کړي او د نړيوالو سوداګريزو اصولو په تړاو دې د عادلانه، معقوله او روڼ سيستم جوړونه پرمخ بوزي او سوداګرۍ او پانګونو ته دې لازياتې اسانتياوې برابرې کړي تر څو نړيوال اقتصاد لاخلاص شي او اړيکې يې لانژدې شي.

هغه زياته کړه چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نوي پړاو له علمي او صنعتي انقلاب څخه په ګټه اخيستلو سره د ډيجټلي اقتصاد او مصنوعي ځيرکتيا په شمول مخکښو برخوکې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې د نويو تخنيکونو ، چارو او موډلونو د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای