د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د نومبر په پنځمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد مشر کيم جونګ اون د نومبر په څلورمه نېټه په پيونګ يانګ کې د کيوبا د دولتي کميټې د رئيس او د وزيرانو شورا له رئيس ميګويل دياز کانيل برموديز سره خبرې اترې وکړې او پردې يې ټينګار وکړ چې له کيوبا سره د دوستانه همکاريزو اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو د ګوندونو او حکومتونو ټينګ هوډ او دريځ دی .
د خبر له مخې دواړو خواوو له خپلو مشخصاتوسره سم په سوسياليستي هلوځلو کې د دواړو هېوادونو او ګوندونو له خوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې او تجربې معرفی کړې او يو له بل څخه يې ملاتړ څرګند کړ او په اقتصادي، کلتوري، روغتيايي او علمي برخو کې د ګډو ګټو پربنسټ د ګډې همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا په باب يې بحث وکړ. د دې ترڅنګ دوی د دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ سترو مسئلو او نړيوالو حالاتو په هکله د نظريو تبادله هم وکړه او ګډو نظريو ته ورسيدل.
دواړو خواوو وويل چې دواړه هېوادونه د ځانګړو دوستانه اړيکو د ټينګولو بنسټ لري او په ګډو کوششونو سره يې د دوستانه اړيکو عنعنه په پر له پسې توګه لاټينګه کړې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |