د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د نومبر په ۴مه نېټه وويل چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې له مرستيال رئيس کيم يونګ چول سره په نيويارک کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د بيا کتنې په اړه بحث وکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۹مه نېټه ويلي و چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره د ده دوهمه کتنه به د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د امريکا تر منځمهاله ټاکو وروسته تر سره شي،خو د امريکا خبري رسنيو د اکتوبر په پای کې خبر ورکړ چې ښايي د ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ دوهمه کتنه د راتلونکي کال په پيل کې تر سره شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |