CRI Online

شي جين پينګ د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې د بهرنيو شرکتونو له ګډونوالو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 15:11:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵ مه نېټه د چين په شانګهای کې د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې د بهرنيو شرکتونو له ګډونوالو سره وکتل.

شي جين پينګ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د شرکتونو په دغه نندارتون کې د ګډون هرکلی کوي. شي جين پينګ وويل چې سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کليزې سره برابر دی. د تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د چين او نړۍ تر منځ تګ راتګ او همکارۍ ټينګې او ژورې شوې دي. موږ اوس له نړۍ سره يو ځای د ګډ برخليک ټولنه جوړوو. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ګامونه نه درېږي او د چين د ورخلاصون سويه لا لوړيږي. چين د ورخلاصون لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي او د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون جوړېدل له دغو تدبيرونو څخه يو دی. چين به ښه چاپيريال جوړ کړي چې بهرني شرکتونه په چين کې لا زياته پانګونه وکړي او هرکلی کوي چي د بېلا بېلو هېوادونو شرکتونه د چين د پرمختګ شرايطو ګټه واخلي او د ګډو ګټو تر لاسه کوونکي شو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای