CRI Online

د هنګري صدراعظم: د چين له وړانديز څخه ملاتړ ته به ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 11:25:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د هنګري صدراعظم اربان ويکتور د نومبر په پنځمه نېټه د چين د لومړي وارداتي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې هنګري به د يو کمربند او يوې لارې او ازادې سوداګرۍ په هکله د رئيس شي جين پينګ له خوا له وړاندې شوي وړانديز څخه ملاتړ ته دوام ور کړي .

اوبان وويل چې چين ته د هنګري صادرات په پر له پسې توګه زيات شوي دي. تېر کال دوه اړخيز سوداګريز ارزښت د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۸ زيات شوی چې پرمختايي حالت يې په روان کال کې ساتل شوی دی . هغه وويل چې هنګری به په دې نندارتون کې د کرنې، خوړو ، درملو، ماشينونو او نوې انرژۍ په شمول توليدات نندارې ته وړاندې کړي او هيله لري چې د دې فرصت له لارې دوه اړخيزې سوداګرۍ نورهم پياوړې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای