CRI Online

شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندراتون کې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو مېلمنو هر کلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 15:46:47
شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندراتون کې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو مېلمنو هر کلی وکړ

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر د ۴مې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان په شانګهای کې يوه مېلمستيا جوړه کړه او د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې يې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو مېلمنو تود هر کلی وکړ.

د همدې ورځې په شپه د بېلا بېلو هېوادونو مشران او د دوی مېرمنې په وار سره په ياده مېلمستيا کې د ګډون لپاره د شانګهای د غونډو نړيوال مرکز ته ولاړل. شي جين پينګ په دې مېلمستيا کې يوه وينا وکړه او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب يې د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او درنو مېلمنو هر کلی وکړ. هغه وويل

(( د چين د وارداتو لومړی نندارتون نه يوازې په چين پورې بلکې په نړۍ پورې اړه لري. دا يو عادي نندارتون نه دی، دا د ورخلاصون د لا پراخولو په موخه د چين يوه مهمه پرېکړه ده. په راتلونکو شپږو ورځو کې به يو سلو دوه اويا هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه نړۍ ته د دوی د پرمختګ برياليتوبونه او خپلې بڼې وښيي. له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلې څه باندې درې زره شپږ سوه تصدۍ به له چيني او بهرنيو سوداګرو سره تماسونه ونيسي او په سوداګريزو چارو به بحثونه وکړي. ))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې د دې نندارتون په بهير کې به د بېلا بېلو خواوو مېلمانه د نړيوال تجارت او د نړيوال اقتصاد د ادارې په شمول د مهمو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. هغه وويل

((دا خلکو ته هيله بښونکی نندارتون دی او د بېلا بېلو هېوادونو ملګري به ترې ګټې واخلي. باور لرم چې د بېلا بېلو خواوو تر قوي ملاتړ او ګډو کوښښونو لاندې به د چين د وارداتو دغه نړيوال نندارتون په لوړه سويه ترسره شي او د نړيوالې تجارتي همکارۍ د ژورتيا، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د هڅولو، د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره د نوي ډګر د جوړولو، د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په خاطر به اغېزمن خدمتونه ترسره کړي. ))

د نومبر په ۴مه نېټه رئيس شي جين پينګ په جلا جلا توګه د کينيا له ولسمشر وهورو کينياتا، د ويتنام له صدراعظم نګوين شوان پوک، د لاوس له صدراعظم تونګلون سيسوليست سره وکتل.

شي جين پينګ له وهورو کينياتا سره د کتنې په وخت کي وويل، چين او کينيا بايد د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. کينياتا وويل، کينيا له چين څخه ډېره مننه کوي چې افريقا د خپل ورخلاصون تګلارې مهمه خوا بولي او غواړي له چين سره د اړيکو د لا ټينګښت ، د څواړخيز نظام او د ازادې سوداګرۍ سيستم د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي. هغه وويل

((موږ په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون ته سترګې په لار يو، او هيله لرو چې د دې نندارتون په ترسره کېدو سره د کينيا او چين ترمنځ تجارتي اړيکې نورې هم ټينګې شي. د رئيس شي جين پينګ له هغې وينا سره موافق يم چې وايي پرمختګ د ټولو موضوعاتو د حلولو کليدي لاره ده، رئيس شي د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندی کړی او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم ته يې ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، د ده د دغو عملونو لوړه ارزونه کوم. دا د نړۍ د سولې او ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره د چين مهم خدمتونه دي. ))

ويتنام او لاوس د چين مهم ګاونډي هېوادونه دي. د ويتنام صدراعظم نګوين شوان پوک له شي جين پينګ سره د کتلو په وخت کې وويل چې چين د وارداتو نړيوال نندارتون په جوړولو سره پر ورخلاصون او ازادې سوداګرۍ د ټينګولو په اړه خپله اراده څرګندوي. ويتنام غواړي د دې فرصت په کارولو سره چين ته واردات پراخ کړي. د لاوس صدراعظم تونګلون وويل، لاوس د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه ګټې اخيستي او غواړي له چين سره همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای