CRI Online

د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون څه ځانګړنې لري؟

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 17:10:05

نن د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون په شانګهای کې پرانيستل شو او د نړيوالو توجه يې راجلب کړې ده. ولې دغه نندارتون دومره د توجه وړ دی؟ هغه څه ځانګړنې لري؟

د نندارتون درجه عادي نه ده.

نن سهار د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو سياستوالو او د اړوندو سازمانونو مسئولينو، د صنعتي او سوداګريزو ټولنو مشهورو شخصيتونو، کارپوهانو او چيني چارواکو په شمول څه باندې ۱۵۰۰ استازو د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. د نندارتون په موده کې به هم د هونګ چياو په نوم نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم ترسره شي او تر ۲۰۰۰ زيات استازي به پکې برخه واخلي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ بېګا شپه ګډون کوونکو ته ويلي وو، دغه نندارتون عادي نه، بلکې د ورخلاصون د پياوړتيا په موخه د چين يوه مهمه پرېکړه او نړۍ ته د خپل بازار د پرانيستلو لپاره د چين مهم ګام دی.

په نندارتون کې ګډون کوونکي هېوادونه ډېر دي.

 

په روان نندارتون کې ګډون کوونکي هېوادونه ډېر زيات دي. پر چين سربيره په ټوليزه توګه ۸۱ هېوادونه او د سوداګرۍ نړيوال سازمان،د م م د صنعي پرمختګ سازمان، نړيوال سوداګريز مرکز او داسې نور نړيوال سازمانونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی. په ۸۱ برخوالو هېوادونو کې نه يوازې پرمختللي بلکې پرمختيايي او بېوزله هېوادونه هم شامل دي چې د نړۍ پر پنځو وچو پورې اړه لري.

په دې نندارتون کې د چين نندارځای ۱۵۰۰ متره مربع پراخوالی لري او پکې به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهیسې د چين لاسته راوړنې او نړۍ ته د چين د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لخوا رسول شوي چانسونه معرفي شي.

په نندارتون کې وړاندې شوي توکي عادي نه دي

د نړۍ څه باندې۳۶۰۰ تصدو خپل ډول ډول غوره توليدات روان نندارتون ته راوړي چې پکې عصري سامان الات ، موټر، برېښنايي تولیدات او طبي سامان الات شامل دي. دغه راز تر ۱۰۰ زيات نوي تخنيکونه او نوي توليدات به هم نندارې ته وړاندې شي. اوس به تاسو ته په دغه نندارتون کې څو ځانګړي توليدات معرفي کړو.

دا د ګلدوزۍ يو لوی ماشين دی چې د يوه جرمني شرکت له خوا جوړ شوی او جګوالی يې ۸ ميترو او وزن يې ۲۰۰ ټنو ته رسيږي. دغه ماشين په ډېرو نازکو تارونو ګلدوزي کولی شي چې د غڼې د جال په شان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای