CRI Online

چين: د پخواني شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ د منځني او لنډ واټن توغنديو د له منځه وړلو تړون له څواړخيز کېدو سره مخالف کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 17:15:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په ۵مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د پخواني شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ د منځني او لنډ واټن توغنديو د له منځه وړلو تړون د دې دواړو هېوادونو دوه اړخيز تړون دی. چين له دې تړون څخه د امريکا له يواړخيز وتلو سره او د دې تړون له څواړخيز کېدو سره مخالف کوي.

د خبر له مخې، مخکې امريکا په يو اړخيز ډول وويل چې هغه به له ياد تړون څخه ووزي. د ځينو کسانو په اند، ياد تړون بايد پر څواړخيز تړون بدل شي، چين او د ناټو غړي هېوادونه هم بايد په دې تړون کې شامل شي. په دې اړه هوا چون ينګ وويل، چين په باب څو ځله خپل دريځ څرګند کړی دی. ياد تړون د امريکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ دوه اړخيز تړون دی. په يو اړخيز ډول له تړون څخه د امريکا وتل به منفي اغېزه رامنځه کړي. چين له دې تړون څخه د امريکا له يواړخيز وتلو سره او د دې تړون له څواړخيز کېدو سره مخالف کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای