د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په ۵مه نېټه په خپله نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د م م د امنيت شورا لخوا تائيد شوی څواړخيز تړون دی چې بايد په بشپړ او موثر ډول تطبيق شي. چين هيله لري چې اړوندې خواوې د عمومي وضعيت او لر ليد ته په پام سره خپل مسئوليت او دندې تر سره کړي او د تاريخ په درست اړخ کې ولاړ شي.
امريکا د نومبر په ۵مه نېټه پر ايران د انرژۍ او بانکي برخو کې يواړخيز بنديزونه بيا ولګول. د ايران د اټومي مسئلې له هراړخيز تړون څخه تر وتلو وروسته دا پر ايران د امريکا د يواړخيزو بنديزونو دوهم پړاو. په دې اړه هوا چون ينګ وويل، ياد هراړخيز تړون د م م د امنيت شورا لخوا تائيد شوی دی چې بايد په بشپړ او موثر ډول تطبيق شي. دا د اټومي وسلو د نه پراخېدو د نړيوال سيستم او د منځني ختيځ د سولې او ثبات د ساتنې لپاره ګټور دی او د نړيوالې ټولنې له ګډه ګټه سره سمون لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |