CRI Online

پنګ لي يوان د امريکا د بېل ګېټس صندوق رئيس بېل ګېټس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 10:29:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ مېرمن او د توبرکلوز او ايډز ناروغيو د مخنيوي او درملنې په اړه د روغتيا د نړيوال سازمان د ښه نيت سفيرې پنګ لي يوان د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې د امريکا د بېل ګېټس صندوق رئيس بېل ګېټس سره وکتل.

پنګ لي يوان په خپلو خبرو کې وويل، د بېل ګېټس صندوق له اوږدې مودې راهيسې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او طبي او روغتيايي چارو لپاره ډېرې هڅې کړې، د چين له اړوندو ادارو سره يې ښه رابطه لرلې او د ايډز ناروغۍ د مخنيوي، د نړيوالو د روغتيا ساتلو توان د لوړتيا په شمول يو شمېر برخو کې يې مثبتې همکارۍ کړې دي. موږ د دې ملاتړ کوو چې بيل ګېټس صندوق په دوامداره توګه له چين سره دوه اړخيزې او درې اړخيزې همکارۍ وکړي.

بېل ګېتس په خپلو خبرو کې لومړی د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د اوسني نړيوال چاپيريال پر وړاندې د چين دا کړنه ډېره ارزښتناکه ښکاريږي چې د پرانيستې، جامعيت او ګډو ګټو په روحيې سره له بېلابېلو هېوادونو سره ګډې همکارې پياوړې کوي.انسانان د روغتيا په برخه کې له نړيوالو ننګونو سره مخ دي. زه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاسته راوړنې او د نړۍ د روغتيايي چارو لپاره د چين خدمتونه ستايم. بېل ګېټس صندوق به په پرله پسې توګه په دغو برخو کې له چين سره ګډې همکارۍ تقويه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای