د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د نومبر په پنځمه نېټه وويل، که څه هم امريکا پرېکړه کړې چې له پنځمې نېټې څخه به پر ايران د نوي پړاو اقتصادي بنديزونه ولګوي ، خو ايران به د اومو نفتو صادرولو او پر نړيوال بازار پلورلو ته به دوام ورکړي.
د ايران د ملي تلويزون د خبر له مخې روحاني په همدې ورځ په تهران کې په يوه غونډه کې وويل، چې ايران به د مناسبو لارو چارو له لارې پر ايران د امريکا اقتصادي بنديزونه مات کړي . که امريکا اړوندو هېوادونو ته د ايران د نفتو واردولو حق نه ورکړي ، خو ايران د دې وړتيا لري چې نړيوال بازار ته نفت صادر کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |