CRI Online

د پاکستان صدراعظم عمران خان: پاکستان ته د چين د پرمختګ تجربې د زده کړې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 11:39:44

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې چين ته په رسمي بلنې او د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره شانګهای ته راغلی، د نومبر د پنځمې نېټې په ماسپښين په شانګهای کې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې په غونډه کې وويل، پاکستان ته د چين د پرمختګ تجربې د زده کړې وړ دي.

ياده غونډه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت جوړه کړې وه او د پاکستان د صدراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او نورو چارواکو او پاکستاني او چيني سوداګرو په شمول څه باندې ۳۰۰ مېلمنو پکې ګډون کړی و.

عمران خان په خپله وينا کې وويل، چين د سوداګرۍ له ساتونکې غوښتنې سره مخالفت کوي او په رښتينو عملونو سره يې له ازادې سوداګرۍ څخه ملاتړ کړی دی، چين به د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې لاسمسور او قوي شي. نوموړي د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو راهيسې د دې هېواد د پرمختګ لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل چې د اوږد مهالي پرمختګ پلان د طرحه کولو ، د خلکو د تعليمي سويې د لوړولو، د مسلکي روزنو د زياتولو او د سوداګريز چاپيريال د ښه والي په برخو کې د چين تجربې پاکستان ته د زده کړې وړ دي . دغه راز پاکستان به د فساد ضد مبارزې په برخه کې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي څو خپل عادلانه او شفاف سوداګريز چاپيريال جوړ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای