CRI Online

لي جان شو د عربي متحده اماراتو د پارلمان له رئيسې امل عبدالله جمعه کرم القبيسي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 11:41:32

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د نومبر په پنځمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د عربي متحده اماراتو د پارلمان له رئيسې امل عبدالله جمعه کرم القبيسي سره خبرې اترې وکړې.

لي جان شو په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. رئيس شي جين پينګ د روان کال په جولای کې له عربي متحده اماراتو څخه رسمي ليدنه وکړه او دغه ليدنه د دواړو خواوو د اړيکو په تاريخ کې ډېره ارزښتناکه ده. د دغې ليدنې په اوږدو کې دواړو خواوو د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی او په ګډه يې به بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ عملياتي کړنلاره جوړه کړې چې د خپلمنځي اړيکو د راتلونکې ودې لوري يې په ګوته کړي دي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې اړيکې د دواړو هېوادونو د تقنيني ارګانونو د همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا لري، چين ملي ولسي کانګرس او د عربي متحده اماراتو د پارلمان ترمنځ همکارۍ د نوي شروع ټکي ته رارسيدلې دي. دواړه خواوې دې د بېلابېلو کچو ادارو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي ، د قوانينو د جوړولو او نظارت په برخو کې دې د نظريو تبادلې زياتې کړي، د تقنيني ارګانونو د رول لوبولو لپاره دې زمينه برابره کړي او د دواړو هېوادونو د همکاريو لپاره دې قانوني ضمانت برابر کړي.

امل عبدالله جمعه کرم القبيسي په خپلو خبرو کې وويل، چين د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوالې اقتصادي ودې د پرمخبيولو لپاره مهم ځواک ګرځيدلی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای