CRI Online

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د افغانستان د کلتور او توليداتو د ښودلو لپاره صحنه برابره کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 14:17:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نندارتونونو رياست مشر ذبيح الله يوسفي د نومبر په شپږمه نېټه په شانګهای کې وويل، د چين نړيوال وارداتي نندارتون افغانانو ته د خپل ځانګړي کلتور او غوره توليداتو د ښودلو لپاره يوه ډېره ښه صحنه برابره کړې چې پدې سره نه يوازې چينايانو ته بلکې ټولو نړيوالو ته د افغان ټولنې مثبته څېره ښودل شوې ده.

يوسفي له سي ار ای سره د مرکې پر مهال وويل،چې د چين حکومت د دغه نندارتون د تيارۍ په بېلابېلو چارو کې مرستې او خدمتونه برابر کړي دي. د چين او افغانستان د ګډو کوښښونو له لارې د افغانستان نندارځی په ډېر ښه توګه نندارچيانو ته وړاندې شوی او ټولې نړۍ ته د افغانستان بڼه په ښه توګه وړاندې شوې ده.

د افغانستان ملي نندارځي سر بيره نورې پنځه افغان تصدۍ هم په روان نندارتون کې له خپلو زعفرانو، وچو مېوو، غاليو او داسې نورو ځانګړتيا لروونکو توکو سره پکې ګډون کړی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای