CRI Online

شي جين پينګ د ليتوانيا ولسمشرې داليه ګرېبوسکايټ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 14:22:36

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې د ليتوانيا ولسمشرې داليه ګرېبوسکايټ سره وکتل.

شي جين پينګ له داليه ګرېبوسکايټ سره د ليدنې پر مهال خپرو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې ليتوانيا د بالتيک سمندر سيمې مهم هېواد دی او په منځنۍ او ختيځه اروپا کې د چين همکار دی. چين د دواړو خواوو ترمنځ اړيکو ته ډېره پاملرنه کوي. دواړه خواوې دې يو د بل درناوی وکړي، متقابل اعتماب دې ژور کړي، يو د بل مهمو ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو ته دې توجه ورکړي او د ستراتېژۍ او لرليد له لحاظه د دوه اړخيزو اړيکو پرمخبيولو لپاره دې ښه سلوک وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ليتوانيا ښه جغرافيه لري چې د اسيا او اروپا د اړيکو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

ګرېبوسکايټ په خپلو خبرو کې وويل، ليتوانيا د چين چټک پرمختګ ستايي او د چين د نړيوال وارداتي نندارتون مثبته ارزونه کوي. دا يو ډېر پروخت ستراتېژيک ګام دی. د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې واضح پيغام ورکړ چې چين به په پرله پسې توګه پرانيستنه پياوړې کړي او له نړيوالې ازادې سوداګرۍ او پرانيستي نړيوال اقتصاد څخه به ملاتړ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای