د ترکيې پوليسو د نومبر په پنځمه نېټه د دغه هېواد په څو سيمو کې د خپلو ناڅاپي پوځي عملياتو پر مهال ۲۴ کسان نيولي دي، پر دغو کسانو تور دی چې له داعش افراطي ډلې سره اړيکې لري.
د انادلو نيوز اژانس د ترکي پوليسو په قول خبر ورکړ چې پر يادو نيول شويو کسانو تور دی چې د داعش لپاره له ترکيې څخه نورو هېوادونو ته د پيسو په ليږلو کې لاس لري.
ترکي پوليسو په دغو ناڅاپي عملياتو کې له يادو کسانو سره د ډالرو، يورو، ليرو او پاونډو په شمول د ډېرو هېوادونو پيسې نيولې دي چې ارزښت يې کابو يو لک ډالرو ته رسيږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |