CRI Online

هيله ده چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو او پارالمپيک ژمنيو لوبو بختوره نښه د چين روح څرګندولی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 15:58:00

د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د اولمپيک ژمنيو لوبو پخوانۍ ټولې بختورې نښې په بېجينګ کې د اولمپيک د بختورو نښو د ډيزاينونو راټولولو په تالار کې کيښودل شولې. په همدې ورځ د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو او پارالمپيک ژمنيو لوبو د بختورې نښې د ډيزاينونو د راټولولو وروستی فعاليت پای ته ورسېد او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ډيزاينونو د ارزونې مرحله پيل شوې ده. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کميټه به د ارزونې او غوره کولو لپاره د کارپوهانو په کچه يوه غونډه جوړه کړي چې د لومړی او دوهم پړاو ارزونې له لارې ۱۰ غوره ډيزاينونه انتخاب کړي او پای ډيزاين به د ۲۰۱۹ کال په دوهمه نيمايي کې خپور شي.

کله چې د سينهوا اژانس خبريال په بېجينګ کې د اولمپيک د بختورو نښو د ډيزاينونو راټولولو تالار ته ورسېد، د يو منځني ښوونځي هنري ښوونکې وو جيا يې، چې په سهار شپږو بجو يې له جانګ جيا کو سيمې څخه حرکت کړې و، وليدله. وو جيا وويل، د هغې لخوا وړاندې شوي ۵۰ کمپوزيشنونه د زده کوونکو د څه باندې ۳۰۰ کمپوزيشنونو څخه غوره شوي دي.

په ياد ځای کې ډېر چيني او بهرني غوښتونکي راغلي دي. د بېجينګ تعليمي کميټې د بېجينګ د ښوونځيو زده کوونکو لخوا جوړ شوي يو شمېر کمپوزيشنونه وړاندې کړل. د چين د مرکزي هنري انستېتوت څه باندې ۲۰ استادان او زده کوونکي د همدې ورځې په سهار تر ټولو لوی ګروپ و چې په دغه ځای کې کمپوزيشنونه وړاندې کړل. د ګوانګ جو ښار د هنري انستېتوت استازي په مخکينۍ ورځ بېجينګ ته ورسېد او د ۳۱مې نېټې په سهار وختي يې يو لوی بوکس، چې پکې ټول کمپوزيشنونه وو، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کمټې ته ورکړ. په چين کې د هالند ځوانې مخترع اين هم په دغه ځای کې کمپوزيشن وړاندې کړ چې هيله لري د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره خپل استعداد وښيي. د جي لين د هنري انستېتوت په شمول د يو شمېر هنري انستېتوتونو استادانو او زده کوونکو هم په دې وروستۍ ورځ خپل کمپوزيشنونه وړاندې کړل.

د چين د مرکزي هنري انستېتوت استاد شياو يونګ د خپلو زده کوونکو په مشرۍ هلته يو شمېر کمپوزيشنونه وړاندې کړي دي. هغه وويل، دغه کمپوزيشنونه د دې انستېتوت له څه باندې ۲۰۰ کمپوزيشنونو څخه غوره شوي او سم شوي دي.

شياو يونګ وويل، د اولمپيک ژمنيو لوبو بختوره نښه بايد د بېجينګ په استازيتوب د چين کيسې ووايي. هغه د چين خلاقه استعداد څرګند کړي، نو هيله ده چې د پای ډيزاين به د چيني روحيې استازيتوب وکولی شي او د تصور له قدرت څخه به ډکه وي.

د ۲۱ کلن زده کوونکي وانګ رونګ شوان په ډيزاين کې نبات، حيوان او انسان يو ځای سره ايښي دي. افسانې د هغه ډېرې خوښېږي، نو هغه غواړي په خپل ډيزاين کې د افسانې برخې ځای پر ځای کړي. هغه هيله لري چې د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک ژمنيو لوبو بختوره نښه به د ځوانانو کمپوزيشن غوره کړي.

بختوره نښه د اولمپيک لوبو د بڼې د ډيزاين يوه ډېره مهمه برخه ده او هم د عامو خلکو ډېر خوښېږي او يادګاري ارزښت لري. د سږکال د اګست په اتمه نېټه، چې د ۲۰۰۸ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لسمې کليزې په مناسبت، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کميټې د بختورې نښې د ډيزاينونو د راټولولو فعاليت پيل کړ او د ټولنې ډېر پاملرنه يې ځان ته جلب کړله. چيني او بهرنيو استعداد لرونکو کسانو په بېلابېلو ډولونو سره دغې کميټې ته ډيزاينونه وسپارل.

د دې کميټې د کلتوري فعاليت څانګې مرستيال لياو چوان وويل، په شريک او خلاص ډول د اولمپيک لوبو د تر سره کولو د هدف لپاره، کميټې په ډېرو زياتو اړخونو کې د بختورې نښې د ډيزاينونو د راټولولو فعاليت تر سره کړی دی.

د معلومات له مخې، د راټولولو فعاليت له پای ته رسېدو وروسته کميټه به د لومړۍ او دوهمې ارزونې له لارې ۱۰ کمپوزيشنونه غوره کړي او پای طرحه به د ۲۰۱۹ کال په دوهمه نيمايي کې خپره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای