CRI Online

لي که چيانګ: چين هيله لري چې له عمده نړيوالو اقتصادي سازمانونو سره نژدې راکړې ورکړې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 16:20:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال پولي صندوق له مشرې کريستين لاګارډ سره د کتنې په ترڅ کې وويل، په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد د ناارامۍ او ناثباتۍ عوامل زيات او د سوداګرۍ ساتونکي افکار پورته شوي، چين هيله لري چې له نړيوال پولي صندوق او نورو عمده نړيوالو اقتصادي سازمانونو سره نژدې راکړې ورکړې او همغږي وکړي او نړيوالې اقتصادي همکارۍ او د ازادې سوداګرۍ پرمختګ پياوړی کړي، څو د نړيوال اقتصاد د بيا احيا بهير او پولي بازار ته د ثبات قوت ورکړي.

لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې رئيس شي جين پينګ د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې يو ځل بيا نړۍ ته څرګنده کړې چې بهر ته د چين د پرانيستنې اراده نه بدلېدونکې ده. چين به د پولي ثبات د ساتلو ترڅنګ په ابتکاري او تنظيمي ډول د پولي بازار ورخلاصون پراخ کړي، په تيره بيا د بانکي چارو، سهامي بازار او پولي صندوق په شمول برخو کې. چين به د اداري تشريفاتو د اسانه کولو او د مالياتو او لګښتونو د کمولو په برخو کې نور زيات ګامونه پورته کړي او د بازاري معاملو مصرفونه به ټيټ کړي.

لاګارډ وويل، په چين کې د روانو اصلاحاتو او ورخلاصون په تيره بيا د پولي بازار د پرانيستنې د موخو، مهال ويش او برخو له امله د نړيوال پولي صندوق هڅولی شوی، هيله لري چې له چين سره د نړيوال پولي ثبات او د نړيوال اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای