CRI Online

يانګ جيه چه به د چين او امريکا د بهرنيو او امنيتي چارو د دوهم پړاو ډيالوګ مشري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 20:46:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې د چين او امريکا د ګډو سلامشورو سره سم پريکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بهرنيو او امنيتي چارو د دوهم پړاو ډيالوګ به د نومبر په نهمه نېټه د امريکا په واشينګټن کې تر سره شي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيرو غړی او د بهرنيو چارو کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جيه چه به د امريکا له خارجه وزير مايک پومپيو او دفاع وزير جامس ماټيس سره د دغه ډيالوګ مشري وکړي. د چين د دولتي شورا غړی او دفاع وزير وې فنګ هه به په ډيالوګ کې ګډون وکړي. دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د نورو مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای