CRI Online

انګولا هيله لري چې د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې د چيني تصديو پانګونې جذب کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 10:55:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د انګولا د سيلانۍ وزارت د ګرځندويانو د پرمختيا دفتر مشر سيماو مانويل پيدرو د نومبر په ۶مه نېټه د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې وويل ،انګولا هيله لري چې د دې نندارتون له لارې د چين پانګونې جذب کړي.

پيدرو وويل چې په ياد نندارتون کې د انګولا د ګډون اصلي موخه له کورنيو سيلانيزو چارو سره د چيني بازار موندنې او د چيني سيلانيانو جذبولو کې مرسته ده. په عين وخت کې د چين شخصي شرکتونو ته بلنه ورکوو چې په انگولا کې د کرنې، صنعت، سيلانۍ او کب نيونې په برخو کې پانګونه وکړي.انګولا هيله لري چې له دې فرصت څخه په استفادې سره له چين سره همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او چين ته د انګولا مارکيټ په اړه معلومات ورکړي.پيدرو زياته کړه چې په راتلونکي کې به انګولا د ياد نندارتون په هره دوره کې ګډون وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای