CRI Online

نړيواله ټولنه د بشري حقونو په برخه کې د چين برياليتوبونه وستايل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 11:38:01

نړيواله ټولنه د بشري حقونو په برخه کې د چين برياليتوبونه وستايل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۶مه نېټه د سويس په ژنيو کې د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقونو په اړه د م م د بشري حقونو شورا د درېيم پړاو څېړنيزه غونډه ترسره شوه. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يو چنګ د يو پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړ.

له يو چنګ په دې غونډه کې د بشري حقونو په اړه د چين پر ځانګړتيا لرونکې لارې د ټينګولو او په دې برخه کې د چين د نويو برياليتوبونو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه.

په دغه څېړنيزه غونډه کې د روسيې، جنوبي افريقا، پاکستان، کيوبا او کمبوډيا په شمول د ۱۲۰ هېوادونو استازو ويناوې وکړې او د بشري حقونو د هڅولو او ساتلو په برخه کې د چين ستر برياليتوبونه يې وستايل او و يې ويل، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصاد، ټولنې او کلتور د پرمختګ په ساحه کې د چين لاسته راړونې ستر اهميت لري او د مختلفو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. د چين پلاوي له بېلا بېلو خواوو سره رغنده ديالوګ او خبرې اترې وکړې. په دې اړه چې ځيني لوېديځ هېوادونه د بشري حقونو په پلمه پر چين نيوکې کوي، چيني پلاوي په ډېرو حقيقتونو سره د دوی بې دليله خبرې رد کړې او د چين په کورنيو چارو کې له بهرنيو لاسوهنې سره يې کلک مخالفت وښود. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای