د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هنګري دولتي غرفې د نومبر په ۶مه نېټه د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د هنګري په موټري صنايعو کې د پانګونې تر عنوان لاندې يو سيمينار ترسره کړ. په شانګهای کې د هنګري د کونسلګري د اقتصادي او تجارتي چارو کونسل او د دې هېواد د تجارت او پانګونې د هڅونکې ادارې مشر ماريو کيونا په دې سيمينار کې ګډون کوونکو ته د هنګري د موټري چارو د پرمختګ حالت، د پانګونې وړتياوې او اړوندې تګلارې معرفي کړې.
نوموړي وويل، د دې سيمينار موخه نه يوازې چينې پانګونې جلبول، بلکې د هنګري صادرات هڅول دي. هنګري هيله لري چې د موټري چارو د پرمختګ په اړه خپله سويه وښيي او چيني مشتريانو ته يې وروپېژني چې موټري توليدات چين ته د هنګري په صادراتو کې تر ټولو مهم مقام نيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |