د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په ۶مه نېټه د روسيې د فدرالي سيلانۍ ادارې مشر اوليګ سافونوف په شانګهای کې وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې روسيې ته د چيني سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۱ سلنه زيات شوی، د توريزم په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پراخه راتلونکی لري.
په همدې ورځ روسيې ته د سيلانۍ د معرفي کولو فعاليت د چين د لومړی نړيوال وارداتي نندارتون په چوکاټ کې ترسره شو. د دې فعاليت تر پيل کېدو مخکې سافونوف له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل، دغه نندارتون لويه پيمانه لري او د مختلفو برخو استازي پکې برخه لري. روسيه غواړي د دې نندارتون د فرصت په کارولو سره د خپل هېواد د بېلا بېلو سيمو سيلانيزې سرچينې نندارچيانو وښيي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |