CRI Online

په امريکا کې منځمهاله ټاکنې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 11:51:51

په امريکا کې منځمهاله ټاکنې پيل شوې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۶مه نېټه په امريکا کې منځمهاله ټاکنې پيل شوې. په دغو ټاکنو کې به د کانګرس د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ، د مشرانو جرګې په سلو څوکو کې ۳۵ څوکۍ او د څو ايالتونو مشران او د څو مهمو ښارونو ښاروالان وټاکل شي. د کانګرس د استازو جرګې او د مشرانو جرګې انتخابات ډېر د پاملرنې وړ دي ځکه چې د جمهوريت غوښتونکي ګوند او د ديموکرات ګوند ترمنځ د سيالۍ عمده ډګر بلل کېږي.

د جمهوريت غوښتونکی ګوند د امريکا په مشرانو جرګې او استازو جرګې کې تر ټولو زياتې څوکې لري . د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۵مه نېټه وويل، رايه ورکوونکي دې د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد ته رايه ورکړي يعنې د امريکا له دوامدارې سمسورتيا څخه دې ملاتړ وکړي. د امريکا پخواني ولسمشر باراک اوباما وويل رايه ورکوونکي دې د ديموکرات ګوند کانديدانو ته رايه ورکړي. (هيله)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای