د نومبر په ۶مه نېټه په چين کې د سمندر په تل کې د مترو لومړی تونل يعنې د چينګ داو مترو د لومړي نمبر لين د مترو تونل د سمندر په تل کې په سالم ډول وغځول شو.د دغه تونل اوږدوالی ۸ اعشاريه ۱ کيلو مترو ته رسېږي.
د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د ياد تونل د ابادۍ کارونه په رسمي توګه پيل شوي وو.د دغه تونل په جوړونه کې د نړۍ ترټولو پرمختللي ماشينونه، ساختماني مواد او تجهيزات کارول شوي دي او د ميخانيکيشن د استعمالولو انډول يې له ۹۰ سلنې څخه زيات دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |