د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په شانګهای کې د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د ټولې نړۍ سوداګر جذبوي.د تايلنډ د CROP ګروپ د کرنيزو توليداتو د بشپړ توليد اجرائيه مشر خونسري تونګيوي د نومبر په ۶مه نېټه په ياد نندارتون کې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې له ۴۰ کلونو راهيسې CROP ګروپ د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون سره يوځای وده کړې ده او تل د چين په پرمختګ باندې باور لري.
خونسري تونګيوي وويل چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو وروسته CROP ګروپ د لومړی بهرنی ګروپ دی چې په چين کې يې پانګونې کړې،CROP ګروپ تل پر چين او د چين پر اصلاحاتو او ورخلاصون پوره باور لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |