CRI Online

شي جين پينګ د انټرنيټ پنځم نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 15:13:40
شي جين پينګ د انټرنيټ پنځم نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام وليږه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د انټرنيټ پنځم نړيوال کنفرانس د نومبر په ۷مه نېټه د جه جيانګ ولايت په وو جن ولسوالۍ کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ د مبارکۍ په دې پيغام کې وويل، اوس په نړۍ کې د تکنالوژۍ او صنعتي چارو يو ستر انقلاب او بدلون روان دی. سره له دې چې د مختلفو هېوادونو حالات، د انټرنيټي شبکې د پرمختګ مرحلې او ننګونې بېلې دي، خو د ډيجټل اقتصاد د پرمختګ د هڅولو ګډه هيله،د انټرنيټي امنيتي ننګونو سره د مقابلې ګډه ګټه او د انټرنيټي فضا د ادارې د پياوړتيا ګډه اړتيا لري. نو بېلا بېل هېوادونه بايد په دې برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، د دې کنفرانس عنوان د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنې جوړول دي. هيله لرم چې بېلا بېل هېوادونه د ډيجټل تکنالوژۍ پرمختګ د هڅولو او د مختلفو هېوادونو خلک د انټرنيټي شبکې د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د ګټې اخيستلو لپاره کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای