CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: د مايک پومپيو او کيم يونګ چول تر منځ کتنه به وځنډېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 16:19:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند هيتحير ناويرټ د نومبر په ۷مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې مرستيال رئيس کيم يونګ چول تر منځ کتنه به وځنډېږي. په اعلاميه کې د ځنډېدا لامل نه دی ياد شوی، خو د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت تر منځ سلا مشورې به دوام وکړي او امريکا به لا هم په تېر جون مياشت کې په سينګاپور کې د دواړو مشرانو تر منځ د ژمنې پلې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د ديموکراتيکې کوريا په اړه د امريکا پاليسۍ له ځانګړي استازي سټيفن بيګن سره يو ځای په نيويارک کې په ۸ مه نېټه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې له مرستيال رئيس کيم يونګ چول سره کتنه وکړي، د سينګاپور کتنې د ګډې اعلاميې د پلي کولو په اړه به خبرې اترې وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۹مه نېټه ويلي و چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره د ده دوهمه کتنه به د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د امريکا تر منځمهاله ټاکنو وروسته تر سره شي،خو د امريکا خبري رسنيو د اکتوبر په پای کې خبر ورکړ چې ښايي د ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ دوهمه کتنه د راتلونکي کال په پيل کې تر سره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای