د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د اروپايي ټولنې غرفه کې بېلا بېل خوارکونه شته.
د اروپايي ټولنې د کميټې د روغتيا او خوراکي امنيت غړي اندرېوکايتيس وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د ورخلاصون د پراخوالي نوي تدبيرونه اعلان کړل او دا اروپايي ټولنې او نړۍ ته ډېر مهم دي. د اروپايي ټولنې او د چين نظرونه يو شيان دي چې د څواړخيزې سوداګرۍ او پراخ بازار غوره کوي او له سوداګريز جنګ سره مخالفت کوي. چين د اروپايي ټولنې تر ټولو لوی سوداګريز همکاران دي، هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې د دواړو خواوو تر منځ سوداګريزې اړيکې ټينګې شي او په ګډه توګه چينايانو ته د لوړې کچې صحي خوارکونه چمتو کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |