CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مشر لي جان شو د روسيې له صدراعظم ديمتري مدودوف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 21:03:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مشر لي جان شو د نومبر په ۷مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د روسيې له صدراعظم ديمتري مدودوف سره وکتل.

لي جان شو وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر پوتين تر مشرۍ لاندې د دواړو هېوادونو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه پرانيستې ده او په بېلابېلو ډګرونو کې يې د همکاريو له لارې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين او روسيه په نړۍ کې لويه اغېزه لري، نو دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، ستراتيژيکې همکارۍ ټينګې کړي او په ګډه نړيوال عدالت، سوله او ثبات وساتي. د دواړو هېوادونو د قانون جوړونکې څانګې بايد د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه پرمختګ لپاره قانوني تضمين برابر کړي.

مدودوف وويل، اوس د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د تاريخ په تر ټولو ښه مرحله کې دی. په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاريو راتلونکې ډېر ښه دی. روسيه او چين بايد په ګډه څواړخيزتوب او ازاد تجارت وساتي څو د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره خپل خدمت برابر کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای