CRI Online

شي جين پينګ له شانګهای څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ژوروالي بايد باور او هوډ ټينګ شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 21:15:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې له شانګهای څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د نوې زمانې لپاره د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم د افکارو تر لارښوونې لاندې بايد د ګوند د مرکزي کميسيون پرېکړې او ترتيبات په پوره توګه پلي شي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ژوروالي دې باور او هوډ کلک شي، د کارونو پر دې اصلي مفکورې بايد ټينګار وشي چې د ثبات د ساتلو تر څنګ پرمختګ موندل کيږي، د پرمختګ نوي افکار بايد په جدي توګه عملي شي، د اقتصادي سيستم د عصري کېدو لپاره دې هڅې وشي، د مهمو خطرونو، بېوزلۍ او د چاپيريال ککړتيا د مخنيوي په درېيو لويو برخو کې دې هلې ځلې وشي، د ښارونو کچې او د سيالۍ ځواکونه دې لا لوړ شي.

شي جين پينګ د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې د چين د لومړي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې تر ګډون وروسته د دغه ښار له تصديو، استوګنځيو، د ښار د مجموعي اداري چارو مرکز او د لوړې او نوې تکنالوژۍ له سيمو څخه ليدنې وکړې، څو د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګريس روحيې د عملي کېدو حالت، د اوسني اقتصادي وضعيت، علمي او تکنالوژيکي نوښت، د ښار او استوګنځيو د ادارې په اړه پلټنې وکړي.

د ۷مې نېټې له غرمې وروسته، شي جين پينګ د شانګهای ښار د کمونېست ګوند کميټې او ځايي حکومت کاري راپورونه واورېدل او د دې ښار د بېلا بېلو برخو کارونه يې وستايل. هغه هيله وښودله چې شانګهای په مداومه توګه د هېواد په اصلاحاتو او نوښت کې مخکښ ولاړ، په اتکاري توګه درنه دنده پر غاړه واخلي او د هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره نور ستر خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ د شانګهای له ځايي کميټې او حکومت څخه په ۵ برخو کې لاندې غوښتنې وکړې. لومړی، د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره دې لا ښه خدمتونه وکړي. دوهم، د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ دې وهڅوي. درېيم، اصلاحات او ورخلاصون دې ژور کړي. څلورم، د ټولنيزې ادارې په برخه کې دې نوښت ومومي. پنځم، د ګوند د ابادۍ او پرمختګ کيفيت او سويه دې لوړه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای