CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له صدراعظم مدودوف سره په مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 21:31:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۷مې نېټې په بېجينګ کې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د روسيې له صدراعظم دميتري مدودوف سره د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو تر ۲۳مې نوبتي کتنې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ وويل، چې په ياده کتنه کې رښتيني برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. په ۲۲ مسلسلو کلونو کې د چين او روسيې د صدراعظمانو ترمنځ کتنه په نوبتي توګه تر سره شوې، له دې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو او په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ لوړه سويه او ثبات ښکاره شوی. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ګټوره ده.

مدودوف وويل، چې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ، پانګونې، نفتو او طبيعي ګازو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د منځنيو او کوچنيو تصديو ترمنځ له همکارۍ څخه به ملاتړ وکړي او الکترونيکي سوداګريزې چارې به بشپړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای