CRI Online

ټرمپ به په پاريس کې له پوتين سره کتنه ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 10:52:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۷ مه نېټه وويل چې هغه به د روانې اوونۍ په پای کې د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره دوه اړخيزه کتنه ونه کړي.

ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې وويل چې هغه به په فرانسه کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د ختمېدو د سلمې کاليزې د ياد غونډې په ترڅ کې د پوتين په شمول د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره د غرمې ډوډۍ وخوري، خو له پوتين سره به ځانګړې دوه اړخيزه کتنه ونه کړي.

ټرمپ زياته کړه چې هغه هيله من دی چې په نږدې راتلونکې کې د ارجټاين په بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په موده کې له پوتين سره ملاقات وکړي.

د روسيې د ولسمشر سلاکار يوري ويشکوف په همدې ورځ د ټرمپ له دې وينا څخه مخکې په مسکو کې وويل چې د روسيې او امريکا د مشرانو تر منځ دوه اړخيزه کتنه به د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې تر سره شي،ټاکل شوې چې ياده غونډه به د روانې مياشتې په پای کې د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې تر سره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای