CRI Online

فلسطين د اسرائيلو هغه کړنه وغندله چې په ختيځ بيت المقدس کې يې د يهوديانو د استوګنځايونو پراخوالی پلان منظور کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 10:59:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په اوومه نېټه د اسرائيلو هغه کړنه وغندله چې په ختيځ بيت المقدس کې يې د يهوديانو په استوګنځايونو کې د نويو کورونو جوړونه منظور کړې وه. ياد وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د استوګنځايونو د پراخوالي پلان به په سياسي لارو چارو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د له منځه وړلو فرصت ته زيانونه ورسوي. په دې اعلاميه کې دا هم راغلي چې د امريکا حکومت په ډاګه د اسرائيلو له خوا د فلسطيني خاورو د نيولو او د يهوديانو د استوګنځايونو د پراخولو له کړنو څخه ملاتړ کوي او د دغو پلانونو د پلې کولو لپاره يې اسرائيلو ته سياسي حمايت برابر کړی دی.د اسرائيلو حکومت بايد د دغو پلانونو د بدې نتيجې پړه پر غاړه واخلي.

د اسرائيلو خبري رسنيو د نومبر په اوومه نېټه خبر ور کړ چې د بيت المقدس د ښاري پلانونو د جوړولو او د ښار ابادۍ کميټې د نومبر په شپږمه نېټه هغه پلان منظور کړی چې له مخې به يې په ختيځ بيت المقدس کې د يهوديانو په استوګنځايونو کې ۶۴۰ کورونه جوړ کړي چې ځيني به يې په فلسطيني خاورو کې جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای