د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. تر هغه وروسته د ډېرو هېوادونو برخه والو وويل چې له دې وينا څخه د ورخلاصون او همکارۍ د پرمخبيولو او له نورو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ په اړه د چين نيت ښکاري چې له دې کبله به نړۍ ته لازيات پرمختيايي فرصتونه برابر شي او د نړيوال اقتصاد پر راتلونکې د نړيوالې ټولنې باور به لاټينګ شي.
د روغتيا او د خواړو ډاډمنتيا په اړه د اروپايي ټولنې کميټې غړې ويټنيس اندريوکايټيس د نوښت او ګډ پرمختګ پر بنسټ د خلاص نړيوال اقتصاد د ابادۍ په هکله د رئيس شي جين پينګ وړانديز وستايه . د بريټانياد نړيوالې سوداګرۍ وزير ليام فوکس د خلاصون او همکارۍ د پرمخبيولو او د ګډ پرمختګ د موندلو په اړه د رئيس شي جين پينګ د وړانديز هر کل وکړ او ويې ويل چې د لازياتو بهرنيو توليداتو د واردولو او د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په مټ د چيني بازار د لاخلاصولو په هکله د رئيس شي له خوا اعلان شوي تدبيرونه د هر کلي وړ دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |