د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د نومبر په ۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د چين د بشري حقونو په اړه د م م د بشري حقونو شورا د درېيمې څېړنيزې غونډې په اړه مالومات ورکړل.
هوا چون يينګ وويل چې چين د نومبر په ۶مه نېټه د سويس په ژنيو کې د بشري حقونو په اړه د م م د بشري حقونو شورا په درېيمه څېړنيزه غونډه کې ګډون وکړ. چين دغې غونډې ته په درنه سترګه ګوري او د بهرنيو چارو د مرستيال وزير يوي يو چنګ په مشرۍ يو ځانګړي پلاوي په دې غونډې کې ګډون کړی و. په ياده غونډه کې د چين پلاوي په پوره توګه د بشري حقونو په اړه د چين برياليتوبونه او په نوې زمانه کې د چين د پرمختګ ځانګړې لاره او د بشري حقونو نظرونه بيان کړل، د بشري حقونو د ساتنې او پياوړتيا په اړه يې د چين پرمختيايي لاره ور وپېژندله او د بشري حقونو د ساتلو په اړه د چين نوي تدبيرونه يې هم د يادې غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |