د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نومبر په پنځمه نېټه د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون له پرانيستلو راهيسې د بېلا بېلو هېوادونو سياسي او سوداګريزو شخصيتونو په جلا جلا توګه د ورخلاصون د پراخوالي او په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ د پرمخبيولو لپاره د چين له خوا غوره شوي تدبيرونه وستايل.د ماليزيا د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ ادارې اجرائيوي مشر محد شاهرين مودروس چې په دې نندارتون کې يې ګډون کړی ، د نومبر په اوومه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين حکومت په کوربتوب دغه نندارتون د ماليزيا او چين ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ښه فرصت برابر کړی دی. د ده په اند د ورخلاصون د پراخوالي په هکله د چين تګلاره د حيرانتيا وړ ده.
د روسيې د صادراتي مرکز عمومي مدير اندري سليپنوف وويل چې ياد نندارتون لويه پيمانه لري او د چين او روسيې ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ لپاره يې يو لوی ډګر برابر کړی دی.د دې نندارتون د پرانيستلو له دوو ورځو راهيسې څو روسي تصديو له چيني سوداګريزو همکارانو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.
د بېلا بېلو هېوادونو د سوداګريزو شخصيتونو په اند دغه نندارتون ګډون کوونکو هېوادونو ته رښتينې ګټې رسولې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |