د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون اوس په شانګهای کې روان دی. د فرانسې پلاوي نه يوازې د دې نندارتون په دولتي نندارځی کې په زړه پورې فعاليتونه تر سره او خپل توليدات يې نندارې ته وړاندې کړل بلکې د فرانسې انتخابولو په نوم سمينار يې هم جوړ کړ.د دې هېواد د کرنې وزير ديدير ګويلاومي په دغه سمينار کې وويل چې فرانسه غواړي چې له چين سره خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.
د ياد سمينار موخه چينايانو ته د فرانسې د جذابو او نوښت لرونکو چارو او توليداتو معرفي کول دي. نوموړي د دې سمينار د پيل په مراسمو کې وويل چې چين په برياليتوب سره دغه نندارتون تر سره کړی او نړيوالو ته يې د ورخلاصون او نړيوالې همکارۍ د دوام رويه څرګنده کړې ده.فرانسه د اوږدې مودې لپاره د يوه همکار په توګه غواړي چې له چين سره همکارۍ لا ژورې کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |