د چين د سترې ولسي محکمې مرستيال مشر جيانګ بي شين د نومبر په ۷ مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې دغه محکمه به د ملکيت حق په اړه د قانوني ساتنې سويه لوړه کړي، د شخصي شرکتونو په اړه رامنځته شوې دعوې به په ښه توګه حل کړي او د شخصي اقتصاد د پرمختګ لپاره به قانوني ساتنې برابرې کړي.
هغه زياه کړه چې د چين ولسي محکمې بايد د قانون له لارې د شخصي اقتصاد د پرمختيا او پياوړتيا مرسته وکړي،د بازار مختلف خاوندان به په دعوا کې مساوي ځای ولري.
هغه دا هم وويل چې د هېواد ولسي محکمې به د ملکيت حق په اړه د غلطو او ناسمو قضيو د سمولو توان پياوړی کړي او شخصي شرکتونو ته به پوره مرستې او ساتنې برابرې کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |