CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لپاره د نشه يي توکو د مخنيوي او کنترول په تړاو د قانون اجرا کولو په برخه کې د چين د سترې برخې ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د همکارۍ سمينار په مکاو کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 16:13:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال لپاره د نشه يي توکو د مخنيوي او کنترول په تړاو د قانون اجرا کولو په برخه کې د چين د سترې برخې ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د همکارۍ سمينار د نومبر په اوومه نېټه د مکاو د عدلي پوليسو ادارې په مقر کې تر سره شو.د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په شمول د پوليسو څانګو څه باندې اوياوو استازو په ګډه د نشه يي توکو په تړاو د نوي جنايي حالت او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په باب بحثونه وکړل او د اړوند قانون د اجرا کولو په برخه کې يې يو له بل سره کاري تجربې شريکې کړې.

د مکاو د عدلي پوليسو ادارې مشر شوی جونګ مينګ په خپلو خبرو کې هيله وښودله چې درې خواوې پراوسني بنسټ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې، د قضيو پلټنې،د ځينو قضيو د معلوماتو وړاندې کولو، د قانون اجراکوونکو عملياتو او د اړوندو کارکوونکو د روزلو په برخو کې درې اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي تر څو په قانوني نظام او د قانون اجرا کولو په موډلونو کې خپلمنځي توپيرونه لېری شي او د نشه يي توکو په اړه د جنايي عملونو مخنيوی وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای