CRI Online

د چين نړيوال وارداتي نندارتون راتلونکی ته روښنايي ورکوي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې نوې زمانه به پرانيزي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 16:16:52

په ټوله نړۍ کې څه دپاسه سل نوي تخنيکونه او توليدات د چين په روان نړيوال وارداتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول چې په څرګنده توګه يې د انسانانو د نوښت روحيه وښوده. د بېلا بېلو هېوادونو د څيړنو او اختراعاتو څانګو او سوداګرو خپل مرکزي تخنيکونه او توليدات لومړی د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې وښودل چې په دې سره يې نه يوازي د چين ستر بازار ، بلکې په ډېرو کلونو کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په چارو کې د چين هلو ځلو او څرګندو برياليتوبونو ته پام اړولی دی. اوسمهال انسانان د څلورم صنعتي انقلاب په پړاو کې دي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او نوښت تر منځ اړيکې ورځ په ورځ ټينګېږي. د پوهنې ملکيت حق ساتنه د نوښت ساتنه ده. هغه هېوادونه چې د نوښت پياوړی توان لري، هرومرو به د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په چارو کې قوي کارونه تر سره کړي.

چين اوس د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه د نړيوال سازمان د ۲۰۱۸ کال د نوښت ګراف کې په مخکښو شلو مقامونو کې شامل دی، نو له دې مالوميږي چې نوښت د چين د لوړ کيفيت د پرمختيا عمده انجين ګرځيدلی دی . د ميکروسافټ شرکت مشر بيل ګيټس چې د شانګهای د هونګ چياو د اقتصاد او تجارت په نړيوال فوم کې يې ګډون کړی و، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د نړيوالو اغيزو په برخه کې د چين د نوښت زيات برياليتوبونه نه يوازي ځان ته بلکې ټولې نړۍ ته خدمتونه ورکولی شي.

چين د پوهنې ملکيت حق په اړه په نسبتآ ټولو عمده تعهد نامو کې برخه لري او په چين کې د سوداګريزو نښو يا مارک د ثبتولو غوښتنې اندازه په تېرو مسلسلو شپاړسو کلونو کې او د اختراعاتو د امتيازي حق جواز د غوښتلو شمېر په تېرو مسلسلو اوو کلونو کې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی. په وروستيو کلونو کې چين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې ځانګړې محکمه او مسلکي محکمه جوړه کړه او روان کال کې به په عمده توګه د پوهنې مالکيت حق دولتي اداره جوړه کړي چې له عدلي لحاظه د نوښت روحيې ضمانت به يې نورم هم پياوړی شي.

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د تياري په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو برخوالو سوداګرو له نژدې څخه د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په چارو کې د چين رويه او فعاليتونه وکتل. د چين د وارداتو د نړيوالې ادارې د مالوماتو له مخې چين مخکې له دوی سره د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د مقرراتو په اړه ګډو نظريو ته رسيدلی، د مالوماتو او ويپپاڼو له لارې يې دوی ته مالومات ورکړي چې د پوهنې ملکيت حق حالت څارنه وکړي، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې لايحه جوړه کړي او د پوهنې ملکيت حق له تيري کوونکو وساتي. په نندارتون کې کوربه خوا د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او د سوداګريزو چارو په اړه د توپيرونو حلولو خدمتي مرکز جوړ کړي، دغه راز د رسمي ويبپاڼو او د ټليفون کولو مرکز له لارې په نندارتون کې برخوالو سوداګرو او اخيستونکو ته د پوهنې ملکيت حق د ثبتولو او تر لاسه کولو په هکله لارښوونکي مالومات ورکړل شوي دي. دغو تدبيرونو د نندارتون لپاره ښه چاپيريال جوړ کړ چې په چين کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د پياوړتيا په ترڅ کې يوه نومونه ګرځيدلې ده.

په نندارتون کې د بېلا بېلو هېودونو برخوالو سوداګرو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا ته ډېره پاملرنه وکړه. هغه په خپله وينا کې ژمنه وکړه چې د لومړۍ کچې نړيوال سوداګريز چاپيريال به جوړ کړي او د قانون له مخې به د پوهنې ملکيت حق تيري کوونکو ته سزا ورکوي، د پوهنې ملکيت حق د څارنې کيفيت او اغيزه به لوړوي، د سزا ورکولو په ترڅ کې به د جبران ورکولو قانون جوړوي تر څو د قانون ضد اصلي بيه په څرګنده توګه لوړه شي. نو نړيوال ځيرک توليدات په چين کې تر ښې ساتنې لاندې وساتل شي، نو بهرني سوداګر په ډاډه توګه کولی شي چې په چين کې پانګونه او څارنه وکړي او تخنيکي کارونه تر سره کړي او د چين د پرمختيا فرصتونه شريک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای