CRI Online

د روسيې فدرالي امنيتي اداره: داسې نښې نښانې شته چې داعش د القاعدې له سازمان سره په ګډه عمليات تر سره کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 16:18:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې مشر اليکسندر واسيليويچ بورټنيکوف د نومبر په اوومه نېټه په مسکو کې وويل چې داسې نښې نښانې ښکاري چې داعش د القاعدې له سازمان سره په ګډه عمليات تر سره کوي.

د دې هېواد خبري رسنيو خبر ور کړ چې بورټنيکوف په همدې ورځ د دې هېواد د استخباراتي، امنيتي او قانون اجراکوونکو اورګانونو مسئولينو سره يوه غونډه کې وويل چې روسيه شک لري چې داعش او د القاعدې سازمان د معلوماتي شبکو په کارولو سره د مذهبي تندلارۍ په تړاو نظرونه خپاره کړي او پلويان يې راغوښتلي دي. سربېره پردې يو د بل جنګېدونکو ډلو ته يې خپل غړي ليږلي دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې د يادو سازمانونو فرعي څانګو هم په ورته لارو چارو پيسې ،مالونه او تخنيکي سرچينې رانيولې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای