CRI Online

د چين نړيوال وارداتي نندارتون راتلونکی ته روښنايي ورکوي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې نوې زمانه به پرانيزي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 16:43:14

په ټوله نړۍ کې څه دپاسه سل نوي تخنيکونه او توليدات د چين په روان نړيوال وارداتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول چې په څرګنده توګه يې د انسانانو د نوښت روحيه وښوده. د بېلا بېلو هېوادونو د څيړنو او اختراعاتو څانګو او سوداګرو خپل مرکزي تخنيکونه او توليدات لومړی د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې وښودل چې په دې سره يې نه يوازي د چين ستر بازار ، بلکې په ډېرو کلونو کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په چارو کې د چين هلو ځلو او څرګندو برياليتوبونو ته پام اړولی دی. اوسمهال انسانان د څلورم صنعتي انقلاب په پړاو کې دي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او نوښت تر منځ اړيکې ورځ په ورځ ټينګېږي. د پوهنې ملکيت حق ساتنه د نوښت ساتنه ده. هغه هېوادونه چې د نوښت پياوړی توان لري، هرومرو به د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په چارو کې قوي کارونه تر سره کړي.

چين اوس د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه د نړيوال سازمان د ۲۰۱۸ کال د نوښت ګراف کې په مخکښو شلو مقامونو کې شامل دی، نو له دې مالوميږي چې نوښت د چين د لوړ کيفيت د پرمختيا عمده انجين ګرځيدلی دی . د ميکروسافټ شرکت مشر بيل ګيټس چې د شانګهای د هونګ چياو د اقتصاد او تجارت په نړيوال فوم کې يې ګډون کړی و، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د نړيوالو اغيزو په برخه کې د چين د نوښت زيات برياليتوبونه نه يوازي ځان ته بلکې ټولې نړۍ ته خدمتونه ورکولی شي.

چين د پوهنې ملکيت حق په اړه په نسبتآ ټولو عمده تعهد نامو کې برخه لري او په چين کې د سوداګريزو نښو يا مارک د ثبتولو غوښتنې اندازه په تېرو مسلسلو شپاړسو کلونو کې او د اختراعاتو د امتيازي حق جواز د غوښتلو شمېر په تېرو مسلسلو اوو کلونو کې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی. په وروستيو کلونو کې چين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې ځانګړې محکمه او مسلکي محکمه جوړه کړه او روان کال کې به په عمده توګه د پوهنې مالکيت حق دولتي اداره جوړه کړي چې له عدلي لحاظه د نوښت روحيې ضمانت به يې نورم هم پياوړی شي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای