د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په اتمه نېټه د وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د فيليپين د مثبتو سلامشورو رويې ستاينه کوي.
د فيليپين د بهرنيو چارو وزير تيودورو لوچين په دې وروستيو کې وويل، چې چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه په دوستانه سلوک د جنوبي سمندرګي د عملي اصولو په اړه خبرې اترې کوي، په جنوبي سمندرګي کې ښايي جنجالونه او اختلاقونه دوام ولري، خو ياد اختلاقونه به په نورو برخو کې د اړوندو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره د هلو ځلو په مخ کې خنډ نه شي. هوا چون ينګ د خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، موږ د فيليپين د خارجه وزير لوچين خبرو ته پاملرنه کړې. اوس د چين او د فيليپين په شمول د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د غړو هېوادونو تر ګډو کوښښونو لاندې د جنوبي سمندرګي د حالاتو عمومي ثبات ساتل شوی، اړوند هېوادونه د خبرو اترو له لارې د توپيرونو د ليري کولو په هڅه کې دي. چين په دې بهير کې د فيليپين د څرګنده شوې مثبتې رويې ستاينه کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |