CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له پخواني خارجه وزير هينري کيسينګر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-08 21:03:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۸مه نېټه د خلکو په تالار کې د امريکا له پخواني خارجه وزير هينري کيسينګر سره وکتل.

شي جين پينګ په دې کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او امريکا بايد په کره توګه يو د بل د ستراتيژيک پام او نيتونه وپېژني. د پاملرنې وړ ده چې له يوې مودې راهيسې په امريکا کې د چين په اړه منفي غږونه زيات شوي. چين د سولې او پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او له امريکا سره د داسې اړيکو د ټينګولو په هڅه کې دی چې يو له بل سره نښته او مقابله نه کوي، بلکې درناوی کوي او ګډې ګټې او همکارۍ مومي. چين هيله لري چې رامنځته شوې ستونزې له امريکا سره د برابرۍ او ګډو ګټو او متقابل تفاهم پر بنسټ د دوستانه سلامشورو له لارې حل کړي. له بلې خوا، امريکا بايد د پرمختيايي لارې په اړه د چين د حق او نورو معقولو حقوقو درناوی وکړي او له چين سره په ګډه د دواړو هېوادونوترمنځ د اړيکو سالم پرمختګ وساتي.

کيسينګر وويل، په تېرو لسګونو کلونو کې مې څو څو ځله له چين څخه ليدنې کړې او په خپلو سترګو مې د چين پرمختګ کتلی دی. په اوسنيو حالاتو کې د امريکا او چين ترمنځ همکاري د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره ډېر مهم ارزښت لري. زه په دې برخه کې د چين د شوو کوښښونو ستاينه کوم. دواړه هېوادونه بايد په لا ښه توګه يو بل وپوهيږي او خپلمنځي ستراتيژيکي راکړې ورکړې دې پياوړې کړي. هيله لرم چې د شلو هېوادونو ډلې په راتلونکې سرمشريزه غونډه کې د ولسمشر ټرمپ او رئيس شي جين پينګ ترمنځ کتنه په برياليتوب سره تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای